ads

د مرکچي پلاوي غړو د موضوعاتو پر اجنډا هوکړه کړې

د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي غړو تېر ماښام یوځل بیا کتلي دي.

محمدخان بریال
19 غبرګولی 1400
د مرکچي پلاوي غړو د موضوعاتو پر اجنډا هوکړه کړې

د مرکچي پلاوي پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې د دواړو پلاویو مشرانو او غړو تر منځ په ناسته کې د مذاکراتو پر چټکتیا او اجنډا هوکړه وشوه.
په ورته وخت کې طالبان هم د مرکچي پلاوي تر منځ د کتنې خبر ورکوي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وایي، په ترسره شوې ناسته کې د خبرو پر چټکتیا او اجنډا هوکړه وشوه.
د سولې مرکچي پلاوي پر داسې مهال ګوري چې تر دې وړاندې یې د بین الافغاني خبرو د بیا پیلېدو خبر ورکړی و.
په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دوې ورځې وړاندې کابل ته راغی او دلته یې له افغان چارواکو سره پر سوله او د امریکا او افغانستان تر منځ د اړیکو پر دوام خبرې وکړې.
ټاکل شوې چې خلیلزاد تر دې وروسته دوحې ته ولاړ شي او هلته به د مرکچي پلاوي له غړو سره هم وګوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA