نوموړي کانګرېس ته په استولي لیک کې ویلي چې امریکا به په افغانستان کې د افغان سرتېرو، د ښځو د حقونو او په بشري برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړې چې متحده ایالاتونه د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي او له نورو هېوادونو او په ځانګړي ډول له پاکستان څخه غواړي چې د افغان سولې په برخه کې پوره مرسته وکړي.
دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوې ورځې وړاندې کابل ته راغی او دلته یې د افغان حکومت له مشرانو سره پر افغان سوله او ورته نورو مسایلو خبرې وکړې.
د دوی تر منځ په کتنه کې د همکاریو پر پراختیا، د سیاسي، ډیپلوماټیکو، امنیتي او دفاعي اړیکو پر پیاوړتیا بحث شوی دی.
ټاکل شوې چې خلیلزاد د خپل دغه سفر پر مهال دوحې او د سیمې هېوادونو ته ولاړ شي او هلته به هم له اړوندو چارواکو سره پر افغان سوله او ورته نورو مسایلو بحث وکړي.
د امریکا جمهور رییس پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په پام کې ده د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي، خو له افغان سرتېرو څخه به د نړیوالې ټولنې مالي ملاتړ دوام وکړي.


