د دغه وزات مرستیال ویاند میرویس عالي زي کلید ته وویل چې د کورونا ویروس د درېیمې څپې د کابو کولو لپاره د دوو نورو اوونیو لپاره د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې پر ښوونیځیو، ښوونیزو مرکزونو، پوهنتونونو، حمامونو، ورزشي کلبونو او رستورانتونو باندې محدودیتونه وضعه کړل.
د نوموړي په خبره دا محدودیتونه به د روانې میاشتې له ۲۲مې نېټې څخه پیل شي او تر دوو اونیو پورې به دوام ولري.
دی وایي:
« د روانې میاشتې ۲۲مې نېټې څخه به دا محدودیتونه پیل شي، دا چې په تېر کې پر تعلیمي ادارو محدودیتونه وضعه شوې و یو ځل بیا د دوو اونیو لپاره وغځول شول او همدارنګه هغه کسان چې له ۵۵کلونو څخه یې عمرونه پورته وي او یا نورې ناروغۍ ولري په دې محدودیتون کې شامل دي، همدارنګه هغه ځایونه چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره ده، لکه حمامونه، ورزشي کلبونه، او سونا ځایونو باندې د دوو اونیو لپاره بندیز سره مخ دي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د کورونا ویروس څخه د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او د روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


