د یاد ولایت د والي ویاند واحیدالله جمعه زاده وایي، وسلوالو طالبانو تېره ورځ د آب بند ولسوالۍ سرفراز کلا سیمه ډله ییز بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ شوي.
د ده په خبره یادو نښتو کې ۱۴ وسله وال او ۳ سرتېري وژل شوي، ۷ وسله وال او ۲ سرتېري ټپيان شوي دي.
دی زیاتوي امنیتي ځواکونو د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف له انتن پوستې تاکتیکي شاتګ کړی.
دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو په یوې اعلامیه کې ویلي چې دوی د آب بند ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ اړوند د انتن پوسته له افغان ځواکونو څخه نیولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

