د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي، زلمي خلیلزاد د دوهم ځل لپاره له ډاکټر عبدالله سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدلي.
د نوموړي په خبره پدې ناسته کې، دواړو لوریو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان او د امریکا متحده ایالاتونو د اړیکو د نوي فصل، دوه اړخیزو همکاریو او په افغانستان کې ورستیو پرمختګونو او د سولې په راتلګونکو ګامونو وغږېدل.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ زلمي خلیلزاد له جمهور رییس غني سره هم لیدلي و او هغه ته یې له افغانستان سره د امریکا د مرستو په تړاو یې ډاډ ورکړی.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ناسته کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماټیکو او امنیتي اړیکو د دوام، د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د همکاري د نوي فصل پر بنیاد تفصیلي خبرې وشوې.
د امریکا متحدو ایالتونو بین الوزارتي پلاوي یو ځل بیا په یادو شویو برخو کې له افغانستان سره د مرستو په موخه د دغه هیواد د حکومت تعهد څرګند کړ.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغان حکومت او طالب پلاوو ترمنځ یو ځل بیا خبرې پیل شي چې دواړو خواوو ورته چمتوالی ښودلی دی.ش
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

