له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ناسته کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماټیکو او امنیتي اړیکو د دوام، د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د همکاري د نوي فصل پر بنیاد تفصیلي خبرې وشوې.
د امریکا متحدو ایالتونو بین الوزارتي پلاوي یو ځل بیا په یادو شویو برخو کې له افغانستان سره د مرستو په موخه د دغه هیواد د حکومت تعهد څرګند کړ.
جمهوررییس غني د افغانستان د اړیکو نوی فصل به له بین المللي ټولنې په ځانګړي ډول زموږ د ستراتیژیک همکار امریکا متحدو ایالتونو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل وګرځي او د دواړو هیوادونو دولتونه به خپلو بحثونو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغان حکومت او طالب پلاوو ترمنځ یو ځل بیا خبرې پیل شي چې دواړو خواوو ورته چمتوالی ښودلی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

