د دغه شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ټیم یادې سیمې ته تلیلی او ډېر ژربه یاده ستونزه هواره کړي.
د سالنګ ولسوال شیرین ندیم هم د دغه خبر پخلی کړی دی او ویلي چې دوه پایې زیانمني شوي دي چې یوه یې ډېره تخریب شوې او بله بیا لږه ویجاړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د کابل په کلکان سیمه کې د برېښنا پایې د نامعلومه کسانو لخوا په بمونو الوزول شوې وې، چې ملي امنیت یې په تړاو د څو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

