له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه، پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو هم حضور درلود، د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په څو ولایتونو کې شدیده جګړه روانه ده، چې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

