د یاد ولایت والي محمد حلیم فدایي وایي، تېره شپه افغان ځواکونو د پکتیا ولایت په درې ولسوالیو کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د نوموړي په خبره د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکني بریدونو په پایله کې په احمد اباد ولسوالۍ ۱۲، میرزکي ولسوالۍ کې ۲۸ او زرمت ولسوالۍ کې ۱۰تنه طالب وسلوال وژل شوي او همدارنګه یو شمېر نور یې ټبیان شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

