ads

عباس ستانکزي د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره لیدلي

د وسله‌والو طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې د نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي توماسن نیکلاسن سره لیدلي او د افغان سولې په تړاو ورسره غږېدلی دی.

شمس الرحمن شمس
17 غبرګولی 1400
عباس ستانکزي د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره لیدلي

په قطر کې د وسلوالو طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وایي، دغه ناسته پرون ترسره شوه، چې پکې د سولې روانې پروسې، د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د اروپایي ټولنې بشري مرستو او د ډیپلوماتونو او بشري برخو کارکوونکو د امنیت په اړه خبرې اترې وشوې.

د نوموړي په خبره په ناسته کې د ډیپلوماتانو او بشري برخو کارکوونکو خدندیتوب په اړه ټینګار وشو او طالبانو په دې برخه کې د امنیت ډاډ څرګند کړ.

غږ

دا لیدنه پر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې ډېر ژر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په دوحه کې د سولې خبرې بیا پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA