وسلوالو طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي، هغه افغانان چې بهرنیانو سره یې دنده ترسره کړې او اوس چې بهرنیان له افغانستان څخه وځي؛ نو یاد افغانان هم د خپل ځاني خوندیتوب لپاره خپل هېواد څخه د وتلو کوښښ کوي.
طالبانو په خپل اعلامیه کې د دوی د خوندیتوب ډاډ ورکړی او ویلي چې دوی سره یې کار نشته او کولی شي چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
اعلامیه زیاتوي دغه افغانان چې اوس له هېواده د وتلو کوښښ کوي، اړتیا ده چې په خپله برخه کې هېوادواولو ته خدمت وکړي.
وسلهوال طالبان دا خبر داسې مهال ورکوي چې په دې ورستیو ګڼو هغو افغانانو چې له بهرنیانو سره یې کارونه کړي، د ځانونو د نه خوندیتوب له کبله ډېری له هېواده د وتلو په حال کې دي، چې له ډلې یې ډېرو ته امریکا او ناټو زمینه هم برابره کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

