ads

حنیف اتمر له زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل او له هغه یې سره د افغان سولې پروسې او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

شمس الرحمن شمس
17 غبرګولی 1400
حنیف اتمر له زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړې

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد کلید ته وویل، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن سهار له زلمي خلیلزاد سره د لیدنې پرمهال د افغان سولې په اړه او له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د اړیکو پر نوي فصل، فرصتونو او ګواښوونو په اړه خبرې وکړې.
د نوموړي په خبره دواړو لوریو د سیمه ییزو همکاریو پرامختیا، د درې او څو اړخیزو اړیکو په رامنځه کولو او د هغه په چوکاټ کې د سولې لپاره د سیمې ییزې اجماع تقویه کول او دا چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته څنګه د اړیکو ته پراختیا ورکړل شي په اړه خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د سولې او تروریزم سره د مبازې په برخه کې افغانستان سره د همکاریو ډاډ ورکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA