ads

په کابل کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

د کابل امنیتي چارواکي د ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند د ملي بس له څلور لارې سره د ماین چاودنې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
16 غبرګولی 1400
په کابل کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، دا چاودنه نن سهار اته بجې او ۲۵ دقیقې شوې ده.
هغه زیاتوي په دې پېښه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلي.
د یادولو وړ ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم په دوو چاودنو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA