ads

په غزني کې د یو سرتېري د ترور پلان شنډ شو

د غزني سیمه‌ییز چارواکي وایي، تېره ورځ ناوخته یې د دغه ولایت د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یو ترهګریز برید مخه نیولې ده.

محمدخان بریال
16 غبرګولی 1400
په غزني کې د یو سرتېري د ترور پلان شنډ شو

د دغه ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، یو وسله وال چې غوښتل یې په یاده سیمه کې یو پولیس ترور کړي، هدف ته تر رسېدو وړاندې د هغه دا پلان شنډ شو.
دی زیاتوي، یاد وسله وال له پولیسو سره تر نښتې وروسته له سیمې په تېښته بریالی شوی، خو په خبره یې، له هغه یوه بې غږه تفنګچه او یو عراده موټر پاتې شوي او د پولیسو لاسته ورغلي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې وسله وال بریدونه او د امنیتي کسانو ترور ډېر شوی، خو هېوادوال یې له امنیتي بنسټونو د مخنیوي غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA