د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل، دا برید د یکشنې په ورځ ۱۲ بجې د بلخ ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ شوی دی.
د ده په خبره، په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۵ نور امنیتي سرتېري او ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، د موټر بم برید له امله مالي زیانونه هم رامنځته شوي دي.
په تصویرونو کې لیدل کېږي چې موټر بم برید د دې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
وسله والو طالبانو د برید مسولیت منلی او ګڼو افغان سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده.


