د دې کمېسیون رییسې شهزاد اکبر د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د تاسیس په لمانځغونډه کې دا څرګندونې وکړې.
نوموړې زیاتوي چې د تاوتریخوالي ډېرېدل دا ښيي چې په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده.
هغې هیله څرګنده کړه چې د سولې مرکچي پلاوي د جګړې پر پایته رسېدو او د سولې پر راتګ جدي خبرې وکړي او د یوې انساني غمیزې مخه ونیسي.
د بشري حقونو کمېسیون د رییسې په وینا، که تاوتریخوالی دوام پیدا کړي او نړیواله ټولنه یې د مخنیوي هڅه ونه کړي، ستره انساني غمیزه به رامنځته شي.
دا اندېښنې پر داسې مهال څرګندېږي چې په هېواد کې یو ځل بیا تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی او هره ورځ د افغان سرتېرو او طالبانو په بریدونو کې ګڼ ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


