ads

د کورونا له امله له خطر سره مخ مامورین رخصت شول

افغان حکومت د کورونا ویروس د درېیمې څپې مخنیوي په هدف په کاري رژیم کې د بدلون خبر ورکوي.

محمدخان بریال
16 غبرګولی 1400
د کورونا له امله له خطر سره مخ مامورین رخصت شول

د عامې روغتیا له وزارت څخه تېره شپه ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سر له نن څخه به ټول ۵۵ کاله او تر دې لوړ عمرلرونکي کسان، د زړه، سرطان، شکر او پر یو شمېر نورو خطرناکو ناروغیو اخته کسان او میندوارې مېرمنې د دوو اونیو لپاره له خپل کور څخه د دفتري کارونو سرته رسولو ته دوام ورکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، د ملکي خدمتونو عمومي رییسان او یو شمېر نور رییسان چې د لاسلیک واک لري، د اړینو خدمتونو وړاندې کولو له امله اړ دي چې ټوله ورځ خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د سرچینې په وینا، هغه کارمندان چې په دغو دوو ډلو کې شامل نه وي، د پخوا په څېر به خپلو دندو ته دوام ورکوي او ټولنیز واټن، ماسک اچولو او د روغتیا وزارت روغتیایي لارښوونو ته به جدي پام کوي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه کسان چې له نن څخه به له کوره خپلې دندې ترسره کوي، له ټولو امتیازونو به برخمن وي او روخصتي یې په کلنیو کې نه شمېرل کېږي.
حکومت دا تصمیم پر داسې مهال نیسي چې په هېواد کې د کورونا درېیمه څپه روانه ده او هره ورځ ګڼ شمېر کسان پر دې ناروغۍ اخته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA