د ارګ له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، د جمهور رییس محمد اشرف غني او خلیلزاد په دې لیدنه کې دواړو لورو د همکاریو پر پراختیا، د سیاسي، ډیپلوماټیکو، امنیتي او دفاعي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
امریکایي لوري له افغان سرتېرو سره په کلني ډول د ۳،۳ میلیارده ډالرو مرستې د دوام خبر ورکړی او یو ځل بیا یې د افغان هوایي او ځمکنیو سرتېرو د ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.
په ورته وخت کې خلیلزاد د مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.
په دې کتنه کې د سولې پر پروسه او ورته نورو مسایلو بحث شوی. د یادولو وړ ده چې خلیلزاد تازه د کابل او دوحې په ګډون د سیمې هېوادونو سفر پیل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، خلیلزاد به په دغه سفر کې په دوحه کې د دواړو لورو مرکچي پلاوي وویني، هغوی به جدي خبرو ته وهڅوي او د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره به د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.
دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د مذاکراتو د بیا پيلېدو لپاره هڅې چټکې شوې او دواړو لورو د معنا لرونکو خبرو پیلېدو ته چمتووالی ښودلی.


