ads

خلیلزاد بیا د قطر او سیمې هېوادونو سفر پیل کړی

د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه د یکشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د قطر او سیمې هېوادونو سفر پیل کړی دی.

محمدخان بریال
16 غبرګولی 1400
خلیلزاد بیا د قطر او سیمې هېوادونو سفر پیل کړی

په دې سفر کې له خلیلزاد سره د امریکا د ملي امنیت شورا، د دفاع وزارت او د متحده ایالاتونو پراختیایي اداري پلاوي هم ملتیا کوي.
اعلامیه زیاتوي، خلیلزاد به په دغه سفر کې کابل، دوحې او د سیمې هېوادونو ته سفرونه ولري.
د سرچینې په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی به په دغه سفر کې د افغان حکومت له مشرانو، سیاستوالو او مېرمنو سره د افغانستان د سولې پر پروسه بحث وکړي.
د اعلامیې له مخې، خلیلزاد به په دوحه کې د دواړو لورو مذاکراتي‌ ټیمونه وویني، هغوی به جدي‌ خبرو ته وهڅوي او د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره به د افغان سولې‌ په تړاو خبرې وکړي.
دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د مذاکراتو د بیا پيلېدو لپاره هڅې چټکې شوې‌ او دواړو لورو د معنا لرونکو خبرو پیلېدو ته چمتووالی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA