ads

افغان پلاوی: له طالبانو سره به په داځل خبرو کې اساسي پرمختګ وشي

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي یو شمېر غړو د شنبې په ورځ د امنیت په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیال ژیل میشو او په هېواد کې د دغه سازمان له استازې دیبورا لاینز سره کتلي.

محمدخان بریال
16 غبرګولی 1400
افغان پلاوی: له طالبانو سره به په داځل خبرو کې اساسي پرمختګ وشي
د مرکچي پلاوي پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې په دې ناسته کې ملګرو ملتونو استازو د افغانستان د سولې له پروسې یو ځل بیا ملاتړ اعلان کړی او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو رول مهم بللی دی.
دوی هیله څرګنده کړې چې له طالبانو سره په دا ځل خبرو کې به پر مهمو مسایلو خبر وشي او هغه پرمختګ چې د افغانستان د خلکو د خوښۍ لامل کېږي، تر لاسه شي.
په ورته وخت کې طالبان هم د قطر د سیاسي دفتر د مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي او ملګرو ملتونو د استازو تر منځ د کتنې خبر ورکړی.
ډاکتر محمد نعیم وایي، په دې کتنه کې طالبانو یو ځل بیا د سولې په اړه هوډ څرګند کړی او له افغانستان سره په بشري برخو کې پر مرستو خبرې وشوې.
دا کتنې پر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې ډېر ژر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په دوحه کې د سولې خبرې بیا پیل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA