ads

په هلمند کې ملکي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند سیمه‌ییز او امنیتي چارواکي د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې پرون سهارمهال د هوایي بریدونو پر مهال ګڼو ملکیانو او طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

حضرت محمد روحاني
15 غبرګولی 1400
په هلمند کې ملکي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دغه ولایت د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند عبدالقدیر بهادرزي پرون ناوخته کلید ته وویل، د یادو بریدونو پر مهال ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
نوموړي که څه هم په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر ونه ښود، خو دا یې ومنله چې په بریدونو کې ملکیان هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، ملکي وګړي هغه مهال په نښه شوي چې په همدې ولسوالۍ کې له طالبانو سره د یوې پوځي اډې د تجهیزاتو لوټولو لپاره دې اډې ته ننوتلي وو.
بلخوا، د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان هم هلته پر ملکي وګړو او طالبانو د افغان هوایي ځواکونو بریدونه منلي دي.
طالبانو بیا په دې پېښه کې د ۳۰ ملکي وګړو د وژل کېدو او ۷۰نورو ټپي کېدو خبر ورکړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA