ads

په ننګرهار کې د داعش دوه مهم غړي نیول شوي

په جلال اباد ښار کې د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو د داعش وسله والې ډلې دوه مهم غړي نیولي دي.

ایمل عزیزي
15 غبرګولی 1400
په ننګرهار کې د داعش دوه مهم غړي نیول شوي

د ملي امنیت اړوند ۰۲ قطعې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند عربانو ګولایي او ارباپانو سیمو کې بېلابېل ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې د لویو بریدونو مسول نصیب الله او د یادې ډلې مالي امر ملا محمد نبي نیول شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، نصیب الله د جلال اباد ښار تر څنګ په ولسوالیو کې هم د داعش ډلې لپاره بریدونه پلان او ترسره کړي دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنیوته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA