له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د کورونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي پر مدیریت بحث وشو.
جمهور رییس محمد اشرف غني په دې ناسته کې ویلي چې له ډاکترانو سره ناوړه چلند کوونکي به عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي.
نوموړي همدارنګه په نېږدې راتلونکي کې د چین له لوري د اووه زره ډوزه واکسینو د رالېږد خبر هم ورکړی دی.
په دې ناسته کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحیدالله مجروح ویلي چې یو شمېر روغتیایي مرکزونه د اکسیجن له سیسټم سره وصل شوي او د پاتې نورو د نښلېدو لپاره هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ټول هېواد په کچه تر درې زره ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي او تر ۵۰ زره ډېر بیا ترې روغ شوي دي.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي چې لارښوونو ته یې پام وکړي او کورونا ویروس جدي وبولي.


