ads

د نورستان دواب ولسوالي طالبانو نیولې

په نورستان کې ځینو امنیتي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط کلید ته ویلي چې وسله والو طالبانو د یاد ولایت د دواب ولسوالۍ نیولې ده.

کلید
15 غبرګولی 1400
د نورستان دواب ولسوالي طالبانو نیولې

سرچینه زیاتوي، د دې ولسوالۍ ټول امنیتي پرسونل د قومي مشرانو په منځګړیتوب له ولسوالۍ روغ ایستل شوی او واک یې طالبانو ته په لاس ورکړی.
د دغو چارواکو په وینا، حکومت هغوی ته پر وخت اکمالات ونه کړل، نو ځکه یې ولسوالي طالبانو ته پرېښوده.
د یادولو وړ ده چې په دې ولسوالۍ کې د منډول ولسوالۍ پرسونل هم ځای پر ځای شوی و.
طالبانو هم د نورستان د دواب ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د منډول او دواب ولسوالۍ مرکزونه د دوی د جنګیالیو له لوري ونیول شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA