ads

د زابل د شینکۍ ولسوالۍ د سقوط اوازې ناسمې دي

که څه هم په زابل ولایت کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت شینکۍ ولسوالۍ د طالبانو له خوا نیول شوې، خو د یاد ولایت سیمه‌ییز چارواکي بیا دغه اوازې ردوي.

محمدخان بریال
15 غبرګولی 1400
د زابل د شینکۍ ولسوالۍ د سقوط اوازې ناسمې دي

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د شنبې په ورځ کلید ته وویل، هغه اوازې ناسمې دي چې ګواکي دا ولسوالي دې سقوط شوې وي.
هغه زیاتوي، په دې ولسوالۍ کې اوس هم په کافي اندازه افغان سرتېري مېشت دي او کومه امنیتي ستونزه نشته.
د ده په وینا، هلته پر شته سرتېرو سربېره نور افغان ځواکونه هم استول شوي دي.
تر دې وړاندې د یادې ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړل شوی و.
وسله والو طالبانو هم په دې اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA