ads

د ده یک ولسوالۍ د سقوط اوازې رد شوې

د غزني سیمه‌ییز چارواکي وایي، هغه اوازې ناسمې دي چې ګواکي د دغه ولایت ده یک ولسوالۍ سقوط شوې ده.

محمدخان بریال
15 غبرګولی 1400
د ده یک ولسوالۍ د سقوط اوازې رد شوې

د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، دا ولسوالي سقوط شوې نه ده، بلکې له خپل اصلي ځای څخه ۱۰۰ متره د غونډۍ سر ته پورته شوې ده.
دی زیاتوي چې یاده ولسوالي یې د خلکو د غوښتنې او ښه امنیت په هدف د غونډۍ سر ته پورته کړې ده.
طالبانو بیا د دې ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې ده یک ولسوالي او امنیه قومنداني د دوی د جنګیالیو له خوا نیول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA