ads

د بهرنیو چارو وزیر هرات ولایت ته ځي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد کلید ته وویل، د دغه وزارت وزیر محمد حنیف اتمر به نن د یو پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته ولاړ شي.

محمدخان بریال
15 غبرګولی 1400
د بهرنیو چارو وزیر هرات ولایت ته ځي

هغه زیاتوي، ټاکل شوې چې نوموړی د ترکمنستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه ناسته کې برخه واخلي.
په دې ناسته کې به پر زېربنایي پروژو، ټرانسپورټ، د ټاپي پر پروژه او ورته نورو مسایلو بحث وشي.
د هېواد په خبره، دا ناسته نه یوازې د دواړو هېوادونو د اړیکو ټینګېدو لامل کېږي، بلکې د سیمې د هوساینې او د اتصال لپاره مثبت ګام بلل کېږي.
د ویلو ده چې ترکمنستان د افغانستان تر ټولو مهم سوداګریز ملګری بلل کېږي.
په پام کې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي پروژو په پلي کېدو سره مهم اقتصادي پرمختګونه رامنځته شي. د هرات ولایت د رسنیو له دفتره هم په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر لا دمخه په دې ناسته کې د ګډون لپاره هرات ولایت ته رسېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA