ads

د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه ناسته

د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه ناسته نن په هرات ولایت کې پیل شوه.

محمدخان بریال
15 غبرګولی 1400
د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه ناسته

په دې ناسته کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ګډون کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د دې ناستې هدف د دواړو هېوادونو د اقتصادي او فرهنګي اړیکو پیاوړتیا وبلله او زیاته یې کړې چې دا ناسته به سبا هم دوام وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې پر مسله، بین الافغاني خبرو، د سیمې پر امنیت او د اوو اقتصادي پروژو پر پلي کېدو بحث وشي.
په ورته وخت کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دغه ناستې به مثبتې پایلې ولري.
ټاپي پروژه، له ترکمنستان څخه افغانستان، مرکزي او جنوبي اسیا هېوادونو ته د رېل پټلۍ غځېدل، وارداتي برېښنا، ترکمنستان ته د هرات د مرمر ډبرو صادرات او یو شمېرې نورې هغه پروژې دې چې په دې دوه ورځنۍ ناسته کې به خبرې پرې وشي.
ترکمنستاني چارواکو ویلي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې پراخه شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA