ads

حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته ورسېد

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد کلید ته وویل، د دغه وزارت وزیر محمد حنیف اتمر نن د یو پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته په سفر ولاړ.

محمدخان بریال
15 غبرګولی 1400
حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته ورسېد

هغه زیاتوي، ټاکل شوې چې نوموړی د ترکمنستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه ناسته کې برخه واخلي.
په دې ناسته کې به پر زېربنایي پروژو، ټرانسپورټ، د ټاپي پر پروژه او ورته نورو مسایلو بحث وشي.
د هېواد په خبره، دا ناسته نه یوازې د دواړو هېوادونو د اړیکو ټینګېدو لامل کېږي، بلکې د سیمې د هوساینې او د اتصال لپاره مثبت ګام بلل کېږي.
د ویلو ده چې ترکمنستان د افغانستان تر ټولو مهم سوداګریز ملګری بلل کېږي.
په پام کې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي پروژو په پلي کېدو سره مهم اقتصادي پرمختګونه رامنځته شي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هم تر دې وړاندې په یاده ناسته کې د ګډون په هدف هرات ولایت ته راغلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA