د دې شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ د شنبې په ورځ رسنیو ته په رالېږلي ویډیویي پیغام کې ویلي، طالبانو له امریکا سره د سولې تر تړون وروسته د بین الافغاني خبرو د پرمختګ پر ځای جګړې ته زور ورکړی.
هغه زیاتوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیلېدو سره پر یو وخت طالبانو تر اوسه ۱۴۵۵ چرکي او نور بریدونه ترسره کړي چې د مخنیوي پر مهال یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اندړ په وینا، افغان ځواکونه توانېدلي چې په یاده موده کې د طالبانو د ۶۳ بریدونو او چاودنو مخه ونیسي.
امنیت شورا پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ په نښتو کې د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه ورکړل شوي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه د امنیت شورا د دې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.


