په کابل ښار کې دوو چاودنو له کبله اته تنه ووژل شول

د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل چې د پنجشنبې ورځ کابل ښار د دوو چاودنو شاهد و، لومړی د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې د ملکي وګړو پر ټونس موټر چاودنه وشوه چې پکې څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نور یې ټپیان کړل.