ads

په کابل ښار کې دوو چاودنو له کبله اته تنه ووژل شول

د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل چې د پنجشنبې ورځ کابل ښار د دوو چاودنو شاهد و، لومړی د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې د ملکي وګړو پر ټونس موټر چاودنه وشوه چې پکې څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نور یې ټپیان کړل.

شمس الرحمن شمس
14 غبرګولی 1400
په کابل ښار کې دوو چاودنو له کبله اته تنه ووژل شول

د نوموړي په خبره دویمه چاودنه ماښام مهال د کابل ښار اړوند پل سوخته سیمه کې پر یو بل ټونس موټر شوې چې په پایله کې څلور تنه ملکي وګړي ووژل شول او پنځه تنه نور یې ټپیان شول

دی زیاتوي د دواړو پېښو په اړ د پولیسو پلټنې دوام لري چې وروسته به له رسنیو سره شریکي شي.

تر اوسه د دواړو پېښو په تړاو کومې وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA