د دغه وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب وایي، تېره ورځ د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي او د چین د بهرنیو چارو وزارت له وزیر وانګ یي سره په انلاین ناسته کې افغانستان کې پر روان وضعیت او د افغان سولې پر بهیر خبرې وکړې.
د نوموړي په وینا، له ناستې وروسته درې واړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې بې ثباتي ټوله سیمه اغېزمنولی شي او د اوسنیو ننګونو د ختمولو لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.
دی زیاتوي درې واړو هېوادونو افغانستان کې د تاوتریخوالي دکمېدو او بشپړ اوربند غوښتنه کړې، چې ورسره به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته فرصت برابره شي.
د یادونې وړ ده چې دا ناسته د (افغانستان-پاکستان-چین) د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزو بحثونو څلورمه ناسته وه چې د پنجشنبې ورځ ترسره شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

