ads

دفاع وزارت: په اتو ولایتونو کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

د افغانستان دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په اتو  ولایتونو کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګه ژوبله اړولې ده.

شمس الرحمن شمس
14 غبرګولی 1400
دفاع وزارت: په اتو ولایتونو کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
افغانستان

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، افغان ځواکونو د ځوابیه بریدنو په پایله کې ۱۸۳تنه وسلوالو طالبان وژلي، ۵۳تنه یې ټپیان کړي او نهه تنه نور یې ژوندي نیولي دي.

د نوموړي په وینا وسلوالو طالبانو ته یاده مرګ ژوبله په ننګرهار، غزني، زابل، ارزګان، جوزجان، هلمند، تخار او کندز ولایتونو کې اوښتې ده.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA