ads

په ننګرهار کې ۱۷ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي

د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۷تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ایمل عزیزي
13 غبرګولی 1400
په ننګرهار کې ۱۷ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي

د ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې، افغان ځواکونو تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په خواران، زاوې او ګړباوې سیمو کې هوايي او ځمکني  بریدونه ترسره کړي چې پر مهال یې د ۸ پاکستانیانو په ګډوت ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي د وسله والو طالبانو په ترسره شویو بریدونو کې یو امنتي سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیوته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA