ads

ناپېژانده وسله‌والو هرات کې یو دیني عالم وواژه

ناپېژانده وسلوالو په هرات ولایت کې یو تن دیني عالم هغه وخت تر برید لاندې راوست چې نوموړی له کور څخه د لمانځه د ادا کولو په هدف جومات ته روان و.

شمس الرحمن شمس
13 غبرګولی 1400
ناپېژانده وسله‌والو هرات کې یو دیني عالم وواژه

د هرات امنیتي چارواکي مني چې د هرات ولایت د دیني عالمانو شورا مرستیال مولوي محمد کبابیاني باندې نن سهار مهال وسلوال برید شوی.

عیني شاهدان وایي، مولوي محمد کبابیاني نن سهار مهال له کور څخه جومات ته پر لار و چې د نامعلومه وسلوالو تر برید لاندې راوست او هغه یې وواژه.

په همدې حال کې د هرات حوزوي روغتون رییس محمد عارف جلالي کلید ته وویل، چې مولوي محمد کبابیاني رغتون ته په ټپي حالت کې راوړل شوی و چې له سختو ټپونو څخه یې ژوند وبایله.

تر اوسه ددې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخستي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هدفي وژنو یو ځل بیا زور اخیستی، چې دې چارې هېوادوال اندېښمن کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA