د روغتیا وزارت سپرست وزیر وحید مجروح په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، افغانستان د کورونا ویروس له کبله له ډېر بد وضعیت سره مخ کېدونکی دی او له هېوادوالو یې وغوښتل چې روغتیایي سپارښتې په جدي توګه عملي کړي او د دوو اوونیو لپاره دې په کورنو پاتې شي.
نوموړي زیاته کړه، د اکسیجن له کمښت سره مخ یو، خو هڅه کوو، چې وضعیت کنټرول او روغتونونو ته اکسیجن ورسوو.
د روغتیا وزیر پر هېوادوالو غږ وکړ، چې کورونا ویروس جدي ونیسي او د عامه پوهاوي په برخه کې له هر ډول امکاناتو څخه کار واخلي.
د نوموړي په خبره، که چېرې لږ غفلت وشي؛ نو لوی ناورین به رامنځته شي.
د روغتیا وزارت دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې په دې ورستیو کې په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر بل هر وخت مخ په زیاتېدو دی او هره ورځ سلګونه کسان پرې اخته کېږي او لسګونه کسان ترې ژوند بایلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

