ads

په کابل کې د برېښنا یوه ستنه په بمونو الوزول شوې

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند سنګر نیازي پرون ناوخته کلید ته وویل، تېره شپه ناپېژندو کسانو د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ په شینوارو سیمه کې د برېښنا یوه ستنه په بمونو الوزولې ده.

محمدخان بریال
12 غبرګولی 1400
په کابل کې د برېښنا یوه ستنه په بمونو الوزول شوې

هغه زیاتوي، په دې سره پر کابل او نورو ولایتونو د برېښنا جریان پرې شوی.
د نیازي په وینا، د برېښنا شرکت تخنیکي ټیم سیمې ته رسېدلی او د ملي اردو په مرسته هڅه کوي چې د پرې شوې برېښنا مزي ژر تر ژره بیرته ونښلوي.
د یادولو وړ ده چې تر دې څو ورځې وړاندې هم د کابل په کارته نو سیمه او کلکان ولسوالۍ کې د برېښنا ستنې په بمونو الوزول شوې وې.
تر اوسه د دغو پېښو مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی او نه هم په دې تړاو د امنیتي بنسټونو له لوري څوک نیول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA