د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، پرون ماښام د درېیمې ناحیې اړوند له ګولایي دواخانې سره پر دوو لیني کاسټر موټرو ماین چاودنې وشوې.
هغه زیاتوي، په دغو چاودنو کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، دواړې پېښې د ګډ امنیتي ټیم تر څېړنو لاندې دي.
تر اوسه د دغو چاودنو مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
تر دې وړاندې هم په ګڼو چاودنو او بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي او وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


