ads

په جلال اباد کې چاودنې دوه تنه وژلي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم یاده پېښه تائیدوي او وایې، چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بارګینو سیمه کې د دریمې لوا سره د ملي امنیت اړوند صفر دوه قطعې پر ځواکونو شوې، چې له امله یې یوملکي وګړی او یو سرتیری وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

جان اغا صالح
12 غبرګولی 1400
په جلال اباد کې چاودنې دوه تنه وژلي

بل لور ته د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایې، د پېښې له ځایه ورته د دوو تنو جسدونه او لس ټپیان راوړل شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.
ملي امنیت هم د یادې چاودنې تراوسه جزیات نه دي ورکړي.
تراوسه کومې وسله والې ډلې هم د یادې پېښې مسولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA