د محقق په وینا، حکومت د بهرنیانو په غوښتنه وسله وال مخالفین خوشي کوي او تر خوشي کېدو وروسته بیا ازاد شوي کسان ورته جرمونه ترسره کوي.
دی زیاتوي چې د بهرنیانو په غوښتنه د وسله والو مخالفینو خوشي کول او پر هغوی د قانون نه پلي کېدل دا ښيي چې حکومت پخپلو چارو کې خپلواک نه دی.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې لومړی نایب عالم ایزدیار هم پر حکومت نیوکه کوي چې د جوزا میاشتې پر ۱۲مه او ۱۳مه د سالم ایزدیار او نورو وژل شوو کسانو د عاملینو په نیولو نه دی توانېدلی.
ده په همدې هدف په جوړو شوو مراسمو کې له حکومت غوښتنه وکړه چې د هغې پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته وسپاري.
د یادولو وړ ده چې سالم ایزدیار څلور کاله وړاندې د لاریون پر مهال د افغان سرتېرو په ډزو کې ووژل شو.


