دی زیاتوي، پولیسو نه یوازې سیمې ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې، بلکې اخیستي تصویرونه یې هم ترې پاک کړي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره نۍ په دې اړه اندېښنه څرګندوي او د پولیسو دغه عمل د اساسي قانون له ۵۰مې او ۳۴مې مادو سره په ټکر کې بولي.
دې ادارې له کورنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې سرتېرو ته یې لارښوونه وکړي چې د هغوی دنده د خلکو د امنیت ټینګېدل دي، نه دا چې د پېښې په سیمه کې د خبریالانو د شتون خنډ شي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت تل د رسنیو د ملاتړ ډاډ ورکړی او ځان د بیان ازادۍ ته ژمن بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


