د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، په تېرو څو ورځو کې له دغه هېواد څخه نېږدې ۴۴ فیصده امریکایي سرتېري ایستل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ټاکل شوې تر جون میاشتې دغه بهیر بشپړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ناټو د نوې پرېکړې له مخې به د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي، خو له افغان سرتېرو سره به د نړیوالې ټولنې مالي مرستې دوام وکړي.
د دې تر څنګ به د نړیوالې ټولنې او افغانستان تر منځ د اړیکو نوی څپرکی پرانیستل شي.
خو یو شمېر سیاسي او پوځي شنونکي پر دې باور دي چې له هېواد څخه د بهرنیو سرتېرو وتل به یو ځل بیا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پیلېدو لامل شي.


