د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د سه شنبې په ورځ کلید ته وویل، وژل شوی تن عتیق نومېده چې تېره ورځ د دولسمې ناحیې اړوند د ارزان قیمت په سیمه کې د ناپېژندو وسله والو له خوا ترور شو.
هغه زیاتوي چې دا پېښه د امنیتي ادارو تر پلټنو لاندې ده.
تر دې وړاندې هم په ګڼو وسله والو بریدونو کې امنیتي سرتېري او ملکیان په نښه شوي او وژل شوي دي.
کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.


