ads

په هېواد کې د ماشوم نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د افغانستان اقتصاد وزارت د یوې غونډې په پایله کې د ماشوم د نړیوالې ورځې لمانځلو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
11 غبرګولی 1400
په هېواد کې د ماشوم نړیواله ورځ ولمانځل شوه

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ماشوم نړیواله ورځ د یاد وزارت د وزیرې دوکتور کریمې حامد فاریابي په شتون کې ولمانځل شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې غونډه کې فاریابي ماشومانو ته د ښوونیزو برنامو برابرېدو یادونه وکړه او له میندو څخه یې غوښتنه کړې چې د ماشومانو په رزونه کې جدي مرسته وکړي.
په ورته وخت کې جمهور رییس محمد اشرف غني هم د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت میندو، پلرونو او کورنیو ته مبارکي ویلي ده.
هغه زیاته کړې چې دولت د ماشومانو حقونو ته ژمن دی، خو په ورته وخت کې یې د روانې جګړې له امله له زده کړو څخه د میلیونونه ماشومانو پر لېرې پاتې کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا ورځ پر داسې مهال په هېواد کې لمانځل کېږي چې لاهم تر یو میلیون ډېر ماشومان په هېواد کې له جدي ګواښونو سره مخ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA