د دغه ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، تېره ورځ ناوخته د یاد ولایت د دویمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې د محمد عظیم مسلم جار په نوم یو قومي مشر وژل شوي دی.
هغه زیاتوي، دا قومي مشر د خپل کور مخته په مرمیو ویشتل شوی.
د ده په وینا، وسله وال له سیمې تښتېدلي او امنیتي بنسټونه یې د نیولو هڅه کوي.
تر دې وړاندې هم په ورته پېښو کې قومي مشران او چارواکي په نښه شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.


