ads

په بغلان کې موټر بم برید ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د بغلان امنیتي چارواکي د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د موټر بم برید له امله د ګڼو افغان سرتېرو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
11 غبرګولی 1400
په بغلان کې موټر بم برید ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت کلیدته وویل، تېر ماښام شپږ بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په لومړي قراول کې موټر بم برید وشو چې له امله یې درې امنیتي سرتېري او یو ملکي وګړی وژل شوي او اته افغان سرتېري او ۲۰ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، تر موټر بم برید وروسته طالبانو له بېلابېلو خواوو پر دې ولسوالۍ بریدونه وکړل چې د افغان سرتېرو له لوري یې مخه ونیول شوه.
د نوموړي په وینا، د افغان ځواکونو په دفاعي بریدونو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
بشارته همدارنګه وویل چې په دې پېښه کې ملکي وګړو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
وسله والو طالبانو هم پر دې ولسوالۍ موټر بم برید تایید کړی او ګڼو سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA