ads

ناټو سازمان نن بیا د افغانستان پر مسایلو بحث کوي

ټاکل شوې چې نن د ناټو غړو هېوادونو دفاع او بهرنیو چارو وزیران یو ځل بیا د افغانستان پر روان حالت خبرې وکړي.

محمدخان بریال
11 غبرګولی 1400
ناټو سازمان نن بیا د افغانستان پر مسایلو بحث کوي

د دغه سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون ناوخته رسنیو ته ویلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان پر روان حالت، د سولې پر بهیر، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د سرتېرو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو پر مالي ملاتړ او ورته نورو مسایلو بحث وشي.
هغه ویلي، په افغانستان کې به د ناټو ملکي ماموریت دوام وکړي او هڅه کوي له دغه هېواد سره د ظرفیت جوړونې او پرمختګ په برخه کې مرستې ډېرې شي.
دا غونډه پر داسې مهال نیول کېږي چې ټاکل شوې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري افغانستان پرېږدي، خو نړیواله ټولنه به د افغان سرتېرو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.
بلخوا، د سیاسي او پوځي چارو شنونکي پر دې باور دي چې له هېواد څخه د بهرنیو سرتېرو وتل به یو ځل بیا د کورنیو جګړو لامل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA