کوفي د نړۍ په ۵۰ مشرانو کې د دې مجلي له خوا ۴۰م ځای خپل کړی دی.
نوموړې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو پخوانۍ استازې هم پاتې شوې ده.
فوزېې کوفي په دې اړه پخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، نوموړې به هغه وخت غوره مشره او رهبره وي چې هېوادوال یې په سوله کې ژوند وکړي.
دا مېرمن د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي او په بدخشان ولایت کې زیږېدلې ده.
هغې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو برخو کې جایزې تر لاسه کړې دي.


