ads

حنیف اتمر او د امریکا شارژدافیر پر افغان سوله خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن سره لیدلي دي.

محمدخان بریال
11 غبرګولی 1400
حنیف اتمر او د امریکا شارژدافیر پر افغان سوله خبرې وکړې

د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، په دې لیدنه کې اتمر په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا له خوا د افغان سرتېرو مالي ملاتړ او ښوونیز بهیر ارزښتمند بللی دی.
بلخوا، د امریکا شارژدافیر راس ویلسن افغان لوري ته د سولې ټینګېدو په برخه او له افغان سرتېرو څخه د دغه هېواد د مالي ملاتړ په تړاو ډاډ ورکړی.
نوموړي خپل افغان سیال ته د انتوني بلېنکن هغه بلنلیک هم سپارلی چې راتلونکي میاشت به په ایټالیا کې له داعش سره د مبارزې په هدف په کنفرانس کې برخه واخلي.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره هم پر افغان سوله او ورته نورو مسایلو بحث کړی.
د پاکستان سفیر د سولې په خبرو کې وروستيو پرمختګونو ته په اشارې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د خپل حکومت د بشپړ ملاتړ ډاډ څرګند کړی.
هغه همداراز ټینګار کړی چې هېواد يې هېڅکله هم له نظامي لارې د طالبانو واک ته رسيدو ملاتړ نه کوي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې ټاکل شوې نن د افغان سولې مرکچي پلاوي ځینې غړي بیرته دوحې ته ور وګرځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA